د افغانستان بانک۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي.

Jul 19, 2023 - 13:38
 12
د افغانستان بانک۱۴ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي.
د افغانستان بانک خبر ورکړی چې نن چهارشنبه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
دغه بانک پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې سوداګریز بانکونه، صرافان او د پوي خدماتو وړاندې کولو شرکتونه کولی سي، په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
که څه هم د ډالرو په دغه ډول لیلام سره د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوه حده ثابت ساتل سوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري شیانو بیې لا هم ډېرې لوړې دي.