چين: د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو د دغه هېواد اقتصادي بحران زيات کړی

Aug 13, 2022 - 17:21
 5
چين: د افغانستان شتمنۍ کنګل کېدو د دغه هېواد اقتصادي بحران زيات کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.

د دې وزارت ویاند وانګ وین بین پرون (د زمري ۲۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحده ایالات د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي.

نږدې یو کال مخکې چې ا ا ا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه متحدو ایالتونو د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن پروسږ کال د سلواغې په ۲۲مه په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمايي دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.

د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادي متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.