د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسؤلین وايي، که ستونزو ته مو پام ونشي، نورو هېوادونو سره سیالي نسو کولی.

Oct 23, 2022 - 11:11
 2
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسؤلین وايي، که ستونزو ته مو پام ونشي، نورو هېوادونو سره سیالي نسو کولی.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسؤلین وايي، که ستونزو ته مو پام ونشي، نورو هېوادونو سره سیالي نسو کولی.
د يادې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، که حکومت د صنعتکارانو بنسټیزو ستونزو ته پام ونه کړي، دوی نه سي کولی د صنعت په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي.
الکوزي وویل، که حکومت د دوی زیربنایي ستونزو په ځانګړې ډول برېښنا ته پاملرنه ونه کړي، دوی نسي کولای له ګاونډیو هېوادونو سره سیالي وکړي.
نوموړي دغه راز بانکي ستونزې په هېواد کې د صنعتکارانو او پانګوالو تر ټولو ستره ستونزه وبلله او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
الکوزي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو په اړه له سره غور وکړي او خوشې یې کړي.