په کابل او کندهار کې د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي پلاوي له افغان چارواکو سره خبرې کړي

Mar 2, 2023 - 16:09
 3
په کابل او کندهار کې د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي پلاوي له افغان چارواکو سره خبرې کړي
چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د اروپايي پلاوي مشرې رافیلا ایودیس د بهرنیو چارو له سرپرست وزير سره کتلي دي.
سرپرست وزير له یاد پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې اروپايي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي او د امنیت ډاډ یې ور کړی دی.
په ورته وخت کې د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې توماس نیکولسن او رفیلا ایوډیس کندهار ته تللي او هلته یې د والي له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.
مرستيال والي، له دواړو اروپايي چارواکو غوښتي، چې د روغتیا په برخه کې همکاري وکړي او دغه راز له بزګرانو سره د کوکنارو د کښت په بدیل او د اوبو او برېښنا د بندونو په جوړولو کې مرسته کړي.
سکون راډیو