ا.ا: د پکتیا په ځاځي اریوب کې د یوې چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل سوي.

Oct 22, 2022 - 18:45
 10
ا.ا: د پکتیا په ځاځي اریوب کې د یوې چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل سوي.

په پکتیا کې د ا.ا امنیتي چارواکي وايي چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دوه ماشومان د هاوان د یوې زړې مرمۍ په چاودنه کې وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې چاودنه د ځاځي اریوب په مري خېلو سیمه کې هغه مهال وسوه چې دې ماشومانو د هاوان مرمۍ ته اور واچاوه.

بیان زیاتوي چې ټپي ماشومان روغتون ته لېږدول سوي دي.

زړې مرمۍ او ناچاودي مهمات او ماینونه له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي او وخت ناوخت ناوړه پېښې رامنځته کوي.