آلمان وايي، له دې وروسته به د پلان سره سم هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره ياد هېواد ته انتقال کړي!

Oct 18, 2022 - 13:26
 9

د آلماني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پرون په برلین کې وویل، د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل سي.
په راپور کې راغلي، د پناه غوښتونکو د منلو نوی پروګرام په هغه کسان شامل دي، چې د ښځو او بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا او یا هم د عدالت، سیاست، رسنیو، زده کړې، کلتور، سپورت یا پوهې په برخو کې د کار له کبله یي ځان په خطر کې اچولی وي شخصاً دی پخپله له خطر سره مخامخ وي.