د افغانستان بانک: نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې سي!

Oct 22, 2022 - 18:27
 24
د افغانستان بانک: نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې سي!

د ا.ا.ا  تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، نوي افغاني بانک نوټونه به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.

په داسې حال کې چې د ا.ا له لوري بازار ته د نوي بانک نوټونو د راویستلو په اړه خبر ورکول کېږي، خو په اړه جزییات نه دي خپاره سوي.

د ا.ا.ا  تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د دغو بانک نوټونو د راوړلو بهیر به ژر افغانستان ته پیل سي.

د معلوماتو له مخې، هغه مهال ددې پیسو مقدار شاخوا ۱۰۰ میلیارده افغانۍ ویل سوي وو.

دا چې په تېرو درېیو کلونو کې ولې دغه پیسې نه وې چاپ شوې او افغانستان ته نه وې رالېږل شوې د ازادي راډيو د معلوماتو له مخې کرونا او له هغې وروسته د جمهوریت په وروستیو کې په دننه بانک اختلافات ښودل سوي.

ازادي راډیو ته رالېږل شویو معلوماتو کې دا هم ویل شوي چې په نويو بانک نوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون نوټونه شامل دي.

خو د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک دغه ګام ته بیا سره له دې چې خلک خوښ دي خو نیوکې هم لرې.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي، نوي بانک نوټونو ته د خلک لاسرسي سخت دی.

د دې ښار اوسېدونکي روح الله وویل: "دا یو نیک او غوره اقدام دی خو په دې شرط چې خلک ورته لاسرسی ولري که په صرافانو او لوړ کسانو وویشل شي منفي اغېز به یې ډېر وي."

دغه راز د دې ښار یو بل اوسېدونکی قریب وايي: "د افغانستان بانک نوي بانک نوټونو ته موږ خوشحاله یو د دې لپاره چې موږ په زړو پیسو راکړه ورکړه کوو چې نوټونه نوي سي دا ښه خبره ده خو شرط دا دی چې خلک ورته په اسانه لاسرسی ولري."

په داسې حال چې د دې نوی بانک نوټونو په اړه مسوولو چارواکو تر اوسه معلومات نه دي وړاندې کړي، خو د ا.ا تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د پیسو د ژر زړېدو او همداراز د ساتنې په برخه کې جدي پام وکړي.