پاکستاني چارواکي: د زده کړې برخه کې افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

Sep 21, 2022 - 20:32
 8
پاکستاني چارواکي: د زده کړې برخه کې افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په افغان حکومت او ادارو کې څه باندې سل زره هغه افغانان دندې ترسره کوي چې له پاکستاني پوهنتونو او کالجونو فارغ شوي.

محمد صادق دا خبره پرون په یوه ټوېت کې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تر بل هر هېواد زیات د افغانانو لپاره د تعلیم فرصتونه برابر کړي دي.

محمد صادق دا خبره هم کړې چې هېواد به یې نه یواځې دا همکاري له افغانانو سره جاري ساتي بلکې لا به یې غښتلې کوي.