د قرغزستان ولسمشر تاجکستان سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

Sep 21, 2022 - 17:45
 3
د قرغزستان ولسمشر تاجکستان سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

د قرغزستان ولسمشر سادیر جباروف وايي، چمتو دی چې له تاجکستان سره د سرحدي لانجې د حل په مقصد خبرې وکړي.

د دغو دوو هېوادونو په لانجمن سرحد کې د وروستیو څو ورځو په نښتو کې لږ تر لږه سل کسان وژل شوي دي.

ښاغلي جباروف بېګا د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، هېواد یې باور لري چې د سرحدونو او نورې دوه اړخیزې لانجې باید د خبرو د مېز پرسر حل شي او زیاته یې کړه چې د ده هېواد دې کار ته چمتو دی.

هغه د سرحدي نښتو پړه پر تاجکستان واچوله خو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان لوری په دواړو هېوادونو کې د عامه ذهنونو د منحرفولو په هدف د حقایقو په پټولو تورن کړی دی.

د تاجکستان او قرغزستان د ۹۷۰ کیلومتره سرحد نیمايي برخه لاهم نه‌ده په نښه شوې چې په پایله کې د دې دوو هېوادونو ترمنځ په وار وار نښتې شوي.