چین له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ

Jan 17, 2022 - 10:54
 4
چین له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ

د چین سفیر وانګ یو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عقیل جان عزام پرون رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې د دې لیدنې جزییات شریک کړي.

عزام ویلي:" ښاغلي وانګ د اسلامي امارت سره د هر ډول بشردوستانه مرستو او په هېواد کې د خپلې خوښې په دیني او کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړولو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ډاډ ورکړ."

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ پر افغانستان د امریکا د یو اړخیز بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې وه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چین څو واره له افغانستان سره مرستې کړي چې د کرونا واکسینونه او روغتیايي بستې یې د یادولو دي.