شمالي کوریا ۲ توغندي د سمندرګي پر لوري توغولي

د جنوبي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا نن دوشنبه لږ تر لږه دوه توغندي د سمندرګي پر لوري وتوغول چې شک کېږي بالیستیک توغندي به وي.
دا روانه میاشت د شمالي کوریا له خوا د توغندیو د ازمویلو څلورم اقدام ګڼل کېږي.
د جنوبي کوریا د لوی درستیزانو کمېټې ویلي چې د شمالي کوریا له خوا توغول شوي توغندي احتمالاً بالیستیک میزایل وو، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره مزل یې کړی دی.
دا تازه توغونه داسې مهال کېږي، چې شمالي کوریا د جنورۍ پر پنځمه او یوولسمه نېټه د ادعا له مخې تر اواز د چټکو توغندیو غبرګې ازموینې وکړې.
دغه هېواد دغه راز د جمعې په ورځ هم له یوه رېلګاډي څخه بالستیک توغندي وتوغول.