اوکرایین: له شمالي سیمو د روسي پوځیانو شاتګ ''سوکه، خو پاموړ دی''

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، د هېواد په ختیځ کې یې وضعیت د ''مخکې په څېر خورا سخت '' دی.
نوموړي د شنبې پر ورځ یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د اوکرایین له شمالي سیمو روسي پوځیان ''سوکه خو په پاموړ شمېر کې '' په شا کېږي.
خو نوموړي خبرداری ورکړی، روسي پوځیان د اوکرایین پر ختیځ دنباس سیمه او خارکایېف ښار ''زورورو بریدونو '' ته چمتوالی کوي.
نوموړی وايي: ''سخته جګړه په مخکې لرو، موږ داسې فکر نه شو کولای چې ګواکې له ټولو ازموینو تېر شوو. ''
نوموړي دغه راز له دونیڅک، لوهانڅک او زاپوریژیا سیمو د جمعې پر ورځ د ملکي خلکو لپاره د خوندي دهلېزونو له لارې پر بریالیتوب سره د یو شمېر خلکو ایستلو یادونه وکړه.
ښاغلی زېلينسکي وايي، د دې خلکو نژدې نیمايي شمېر (نژدې ۶۰۰۰) کسان له محاصره شوي ماریو پول ښاره ایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دې ښاره ''د وژل شویو او ټپي کسانو ایستلو لړ کې یوې بېلې هوکړې ته رسېدلي یو '' چې د اوکراییني او روسي چارواکو تر منځ د ترکیې په منځګړیتوب رامنځته شوې ده.