روسیې د اوکراین په شمال ختیځ کې یو بند په توغندي ویشتلی

Sep 24, 2022 - 17:16
 4
روسیې د اوکراین په شمال ختیځ کې یو بند په توغندي ویشتلی

روسیې د اوکراین په شمال ختیځ کې د سیویرسکي دونیتس پر سیند جوړ شوی بند په توغندي ویشتلی.

د انګلستان دفاع وزارت نن په خپل ورځني استخباراتي بولټن کې خبر ورکړ چې روسیې په روانه اونۍ کې د دې بند د ویشتلو لپاره له لنډ واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو یا ورته نورو وسلو کار اخیستی دی.

له دې مخکې د سپټمبر په ۱۵مه هم روسیې په مرکزي اوکراین کې کریوي ریه ښار ته نږدې پر یو بند برید کړی و.

د برتانیا دفاع وزارت په عین حال کې ویلي دي چې اوکرایني ځواکونه په دې دواړو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي.