د روسیې له لوري د اوکراین په څلورو سیمو کې د ټولپوښتنې دوهمه ورځ ده

Sep 24, 2022 - 17:20
 5
د روسیې له لوري د اوکراین په څلورو سیمو کې د ټولپوښتنې دوهمه ورځ ده

د روسیې له فدراسیون سره د یوځای کېدو لپاره د اوکراین په څلورو سیمو کې نن د تش په نامه ټولپوښتنې دوهمه ورځ ده.

اوکراین، لویدیځ او ملګروملتونو دا ټولپوښتنه شرموونکې بللې ده ځکه د دوی په وینا د نړیوالو قوانینو په اساس غیرقانوني ده.

دا ټولپوښتنه په لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا کې چې ځینې سیمې یې د روسیې تر ولکې لاندي دي ترسره کېږي.

پردې انتخاباتو هېڅ خپلواک څارونکي څار نه کوي او هغه خلک چې له جګړې مخکې په دې سیمو کې ډېره وو، ترې کډه شوي دي.

دا څلور سیمې د اوکراین د ټول قلمرو نږدې ۱۵ سلنه جوړوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له نړیوالو وغوښتل څو دا تقلبي ټولپوښتنه چې هدف یې د روسیې له قلمرو سره د اوکراین د ځمکو ضمیمه کول دي وغندي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې اقدام غندنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې پر مسکو به نور بندیزونه هم ولګول شي.