تاجکستان او قرغزستان بیا د وروستیو نښتو ملامتي پر یوه او بل واچوله

تاجکستان او قرغزستان یو وار بیا د پولې په اوږدو کې د وروستیو خونړیو نښتو ملامتي پر یوه او بل واچوله.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین پرون شنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د قرغزستان د ولسمشر صدر جباروف د څرګندونو په باب خبرې وکړې.
مهرالدین د تاجکستان پخوانۍ ادعا بیا تکرار کړه، هغه دا چې قرغزستان د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده.
خو قرغزستان ویلي چې له دې موافقې سره سم یې عمل کړی دی.
د قرغزستان ولسمشر تېره سې شنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې پر تاجکستان تور ولګاوه، چې د یوه او بل ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي له تړونونو سرغړونه کړې ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.