د اسراییلو له خوا نیول شویو فلسطیني بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

Sep 1, 2022 - 21:14
 8
د اسراییلو له خوا نیول شویو فلسطیني بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

فلسطیني رسنۍ وايي، هغو شاوخوا زرو فلسطیني بندیانو د اعتراض په ډول د نه خوړو اعتصاب کړی چې اسراييلو نیولي دي

دا ډله ییز اقدام وروسته له هغې کېږي چې اسراییلو تېر کال سپټمبر کې له زندانه د ۶ بندیانو له تښتېدو وروسته بندیزونه سخت کړل.

د چهار شنبې پر ورځ یوه لوړپوړي بندي له چارواکو سره له جوړجاړي وروسته خپل ۶ میاشتینی اعتصاب پای ته ورساوه.

فلسطینیان د اسراييلو له لوري نیول شوي بندیان له خپلو مهمو مسلو یادوي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د اسراییلو په زندانونو کې لږ تر لږه ۴۵۰۰ فلسطنیان بندیان دي، له دې ډلې شاوخوا ۷۰۰ یې د اداري توقیف په نامه له کوم تور پرته نیول شوي او بند خونو کې ساتل کېږي.

اسراییل وايي، دا اقدام د دوی د امنیت خوندیتوب لپاره اړین دی خو د مدني آزادیو ډلو ویلي چې دا له بشر حقونو سرغړونه ده.

فلسطین کې د بندیانو د کمېټې مشر ویلي، که د بندیانو غوښتنه و نه منل شي ۱۰۰۰ نور بندیان به هم د نه خوړو اعتصاب پیل کړي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وافا ویلي، د اعتصاب د هغه اعتصاب بیا پیلول دي چې منځ مارچ میاشت کې د بندیانو او زندان خدمتونو تر منځ د یوې شوې هوکړې له مخې ځنډول شوی و، د زندانونو خدمتونو بندیان له هوکړې په سرغړونه تورن کړي دي.

فلسطیني بندیانو وخت ناوخته د لوږې اعتصابونه کړي او یا یې ګواښونه کړي چې پر اسراییلي چارواکو فشار راوړي چې د دوی شرایط اسانه کړي.

دوی وايي، حالات له هغې وروسته خراب شوي چې تېر کال سپټمبر کې ۶ فلسطیني بندیان له یوه لوی امنیتي زندانه په تېښته بریالي شول.

دا پېښه اسرایلي چارواکو لپاره لوی شرم یاد شوی.

د نه خوړو داعتصاب یوه ورځ وروسته له هغې پیلېږي چې یو اداري زنداني خلیل اواوده چې د مارچ راهیسې یې د نه خوړو اعتصاب کړی د یوې هوکړې له مخې خپل اعتصاب ختم کړ.

نوموړي ته ویل شوي چې د اکټوبر پر دویمه به ازادېږي.

خلیل اواوده د اسراییلو له خوا د اسلامي جهاد وسله والي ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی و.