ملګري ملتونه: چین ښایي شینجیانګ کې د بشر ضد جرمونه کړي وي

Sep 1, 2022 - 18:19
 4
ملګري ملتونه: چین ښایي شینجیانګ کې د بشر ضد جرمونه کړي وي

د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې پر چین تور پورې شوی چې د دې هېواد په شینجیانګ ایالت کې یې ''له بشري حقونو جدي سرغړوونې کړې. '' چین دا رپوټ ''د ملنډو '' بولي، چې په وینا یې لوېدیځوالو طاقتونو چمتو کړی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې خپور یې نه کړي.

په رپوټ کې له اویغور مسلمانو او نورو لږکیو سره د زور زیاتي ارزونه شوې، چې چین یې ردوي. خو څېړونکي وايي، دوی د تشدد داسې ''باوري ثبوتونه '' موندلي چې ښايي د ''بشر ضد جرمونو '' زیاتوالی ثابت کړي.

دوی پر چین تور پورې کړی، چې د ملي امنیت مبهمو قوانینو له لارې د لږکیو حقونه تروړي او ''د خپلې خوښې توقیف ځایونو نظام یې چمتو کړی. ''

دغه رپوټ چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنرۍ دفتر چمتو کړی، ښيي چې له بندیانو سره ''ناوړه چلن شوی چې د جنسي او جنسیتي تاوتریخوالي پېښې هم پکې شاملې دي. ''

د رپوټ په ټکیو دې لړ کې ځینې کسان په جبري توګه درملنې ته اړ شوي او ځینې نور بیا اړ ایستل شوي چې د اولاد زېږون مخنیوي پالیسۍ عملي کړي.

ملګرو ملتونو له چینه غوښتي ''هغه ټول کسان سملاسي خوشي کړي، چې د خپلې خوښې توقیف ځایونو کې یې ساتلي او له ازادۍ محروم دي. ''

ملګري ملتونه وايي، د بیجینګ ځینې اقدامات ''د نړیوالو جرمونو او بشر ضد جرمونو په توګه شمېرل کېدای شي. ''

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي، دوی نه پوهېږي چین حکومت څومره خلک بندیان کړي، د بشري حقونو فعالان وايي، د چین شمال ختیځ شینجیانګ ایالت کې له یو میلیون زیات خلک بندیان دي.

یو شمېر هېوادونو په شینجیانګ کې د چین اقدمات توکمیزه ډلوژنه بللې ده.

خو بیجینګ بیا چې دا رپوټ یې وار له مخه لیدلی، د زور، زیاتي لګېدلي تورونه ردوي او په وینا یې هلته چمتو شوي کمپونه له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه وسیله ده.

دغه رپوټ په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کمشنرې میشل باشلیت د دندې پر وروستۍ ورځ خپور شوی. د نوموړې څلور کلنې دندې دوره کې د اویغور مسلمانانو پر ضد د چینايي چارواکو د تاوتریخوالي تورونه لګېدلي وو.

د نوموړې دفتر یو کال مخکې و، چې په شینجیانګ کې د چین له لوري د احتمالي توکمیزې ډلوژنې په هکله رپوټ چمتو کېږي. خو د دې رپوټ خپرېدل څو ځله وځنډېدل او په لوېدیځ کې د بشري حقونو ځینې فعالانو ویل، چې د نوموړې پر دفتر د چین فشار ډېرېږي چې بوږنونکې موندنې باید پټې کړي.

ان د رپوټ له خپرېدو څو ساعته مخکې هم چین غوښتل د دې مخه ونیسي. تېره پنجشنبه هم اغلې باشلیت په یوه خبري غونډه کې ومنله چې ''د رپوټ خپرولو یا نه خپرولو لړ کې تر سخت فشار لاندې ده. ''

خو نوموړې د رپوټ خپرولو کې د ځنډ دفاع وکړه او په وینا یې ''د دې رپوټ په هکله له بیجینګ سره خبرې په دې مانا نه دي چې ګواکې د رپوټ د محتوا په هکله سترګې پټېږي.