هند کې د ریل ګاډي پټلیو پل نړېدو له کبله ۲۶ کسان وژل سوي

Aug 24, 2023 - 10:06
 4
هند کې د ریل ګاډي پټلیو پل نړېدو له کبله ۲۶ کسان وژل سوي

د هند په شمال ختیځ کې د ریل ګاډي پټلیو لپاره یو نوی چمتو کېدونکی پل نړېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل ش\سوي دي.

مسوولین وايي، داسې اندېښنه سته چې ښايي ځینې نور کسان تري تم دي. پېښه د میزورام ایالت په سیرنګ سیمه کې سوې ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل سوي د پېښې پر مهال نژدې ۴۰ کارګر د دې پل په ودانیزو چارو بوخت وو. د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د هند ریل ګاډو ادارې په دې هکله پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.

تر اوسه د پېښې له ځایه درې کسان ژوندي ژغورل سوي دي.