د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو لپاره تروډو: د روڼتیا او عدالت مبارزه جاري ساتو

Jan 9, 2022 - 13:31
 24
د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو لپاره تروډو: د روڼتیا او عدالت مبارزه جاري ساتو

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو د دوهم کال د یادښت په مراسمو کې وویل چې حکومت به‌یې د روڼتیا او عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

دوه کاله مخکې د مرغومې په ۱۸مه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یوه الوتکه په دوو توغندیو ووېشته او نسکوره‌یې کړه.

ټوله ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې، په کې ګڼ ایراني، کاناډایان او د نورو هېوادونو اتباع وو.

د کاناډا صدراعظم بېګا د یادې پېښې د قربانیانو د یادښت مراسمو کې وویل چې الوتکه د ایراني چارواکو د غفلت او د انسانانو ژوند ته د بشپړۍ بې پامۍ له امله وېشتل سوې.

جستن ټروډو ټینګار وکړ چې کاناډا به له نورو هېوادونو سره د متحدې جبهې په توګه کار وکړي او تر هغو به ارام نه سي چې ایران ځواب نه وي ورکړی.

په غونډه کې د قربانیانو د کورنیو غړو غوښتنه وکړه چې قضیه دې د جرمونو نړیوالې محکمې یا د کاناډا د جرمونو محکمې له لارې تعقیب سي.