د تخلیې د عملیاتو پرمهال ورک سوی افغان ماشوم بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل سو

Jan 9, 2022 - 14:06
 8
د تخلیې د عملیاتو پرمهال ورک سوی افغان ماشوم بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل سو

امریکايي عسکر ته د کابل په هوايي ډګر د تخلیې د عملیاتو پرمهال سپارل سوی افغان ماشوم چې وروسته نادرکه سو، پیداسو او د شنبې په ورځ د جنورۍ ۸ ( مرغومي ۱۸) په کابل کې د هغه خپلوانو ته وسپارل سو.

سهیل احمدي د دوو میاشتو و چې د اګست په ۱۹ مې د طالبانو له خوا دکابل له نیولو وروسته د کابل په هوايي ډګر له افغانستان څخه د خلکو د تېښتې پرمهال په ګډوډۍ کې ورک سو.

د تیرکال د نومبر په میاشت کې د رویټرز خبري آژانس د هغه په ورکېدو باندې یو رپوټ خپور کړ چې د سهیل عکس هم په کې خپور سوی و. دغه ماشوم د حامد صافي په نامه یوه ټکسي چلوونکي د کابل په هوايي ډګر موندلی و اوله ځان سره یې کورته وړی و او غوښتل چې د خپل ماشوم په څېر یې لوی کړي.

د پولیسو په حضور کې او د ډیرو ژړاوو په جریان کې، ماشوم بیرته خپلوانو ته وسپارل سو.

د ماشوم مور او پلار، رویټرز ته وویل دوی د خپل زوی د سپارلو بهیر د ویډیو له لارې په خپلو سترګو ولېده.

احمدي او کورنۍ یې د تیرکال د ډسمبر په میاشت کې په ټکزاس کې له پوځي اډې ووتل او اوس د مشیګڼ په ایالت کې ژوند کوي. دوی هیله لري چې سهیل ژر متحده ایالاتو ته ور واستول سي.