شهزادګۍ بسمه آل سعود له زندانه خوشې سوه

Jan 9, 2022 - 17:19
 25
شهزادګۍ بسمه آل سعود له زندانه خوشې سوه

د بشري حقونو یو شمېر فعالان وایي، سعودي شهزادګۍ بسمه آل سعود او د هغې لور له درې کلن بند وروسته د سعودي عرب له یو مشهور زندان خوشې سوې دي.

نوموړې د سعودي عربستان د پخواني پاچا سعود کشره لور ده،‌ او په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال ونیول سوه چې غوښتل یې د درملنې لپاره سویس ته لاړه سي.

د ۳ کاله بند په موده کې پر شهزادګۍ بسمه رسماً هېڅ تور نه دی لګول سوی او لا یې هم د نیول کېدو لامل نه دی روښانه.

خو ځینې په دې باور دي چې د بشري حقونو او سعودي عربستان کې د قانوني اصلاحاتو لپاره د نوموړې هلې ځلې یې ښایي د نیول کېدو لامل سوې وي.‌

د هغې کورنۍ په ۲۰۲۰ کال کې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې ویلي وو،‌ اغلې بسمه په ښکاره توګه په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د وضعیت غندنه کوله.

کورنۍ یې هم په دې باور ده چې ګواکې همدې چارې د سعودي واکمنو ته سرخوږی جوړ کړی و او له کبله یې شهزادګۍ بسمه ونیول سوه.

ځینې نور په دې باور دي چې نوموړې د سعودي پخواني ولیعهد محمد بن نایف ته نږدې کس بلل کېده، نو ځکه هم د چارواکو لخوا تر څار لاندې وه.

یاده دې وي چې ولیعهد محمد بن نایف د رپوټونو له مخې دا مهال په خپل کور کې نظر بند دی.

پخپله شهزادګۍ بسمه تېره اپرېل میاشت کې پر سعودي پاچا سلمان او اوسني ولیعهد محمد بن سلمان غږ کړی و چې له زندانه یې خوشې کړي.

نوموړې هغه مهال ټینګار کړی و چې هېڅ جرم یې نه دی کړی او روغتیا یې ورځ‌ تر بلې خرابېږي.

د بشري حقونو مدافعین وایي، د بند پر مهال نوموړې ته هېڅ ډول طبي سهولت یا د درملنې زمینه نه وه برابره سوې.

دوی همدا راز وایي، په دې موده کې پر شهزادګۍ بسمه رسماً هېڅ تور نه دی لګول سوی.