هلمند کې ۵۰ تنه فوځیان تر پوځي زده کړو وروسته فارغ سوه

Jan 9, 2022 - 17:42
Jan 9, 2022 - 17:43
 37
هلمند کې ۵۰ تنه فوځیان تر پوځي زده کړو وروسته فارغ سوه
هلمند کې ۵۰ تنه فوځیان تر پوځي زده کړو وروسته فارغ سوه

نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت دامنیه قومندانۍ دخاصي قطعې څخه ۵۰ تنه ځانګړي ځواکونه فارغ سوه.

فارغ سويو ځواکونو ته د یوې میاشتي په اوږدو کې بيلابېل پوځي تاکتيکونه، بدني ، عقیدوي او فکري روزنه د تجربه لرونکو استادانو لخوا ورکول سوې ده چې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ټولني ته د خدمت کولو په موخه وړاندي سوه.

فارغ سوي ځواکونه وايي غواړي د خپل هيواد او خلکو د امنيت لپاره د هيواد په هره برخه کې دنده ترسره کړي.

همدارنګه دوي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه د ځواکونو ليکو ته د دې لپاره راغلي یو چې له دې لاري خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د دې قطعې قوماندان حاجي وکیل صاحب چي دغو ځواکونو ته يي د بري ليکونو د ويش په مناسبت په جوړه سوي غونډه کې خبري کولې وويل پلان يې دادی چې د خپلو ځواکونو کميت او کيفيت تر بل هر وخت زيات لوړ کړي تر څو د ملک امنيتي ننګونو او خنډونو ته اوږه ورکړای سي او د خپلي خاوري دفاع وکړي.

د یادوني ده چي پدي وروستیو کې د هیوا په بیلابیلو قول اردو ګانو او فوځي مرکزونو کې د امنیتي ځواکونو د فراغت خبرونه ورکړل سوي دي.