د افغانستان شمال بلخ ولایت کې سوداګر له امنیتي ستونزو شکایت کوي.

Jan 9, 2022 - 15:06
 24
د افغانستان شمال بلخ ولایت کې سوداګر له امنیتي ستونزو شکایت کوي.

د بلخ ولایت ځیني سوداګر او پانګه وال په دغه ولایت کې له امنیتي ستونزو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي.

په دې اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلی چې د بلخ ولایت سوداګرو او پانګه والو دا ستونزې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مسؤلانو سره په بلخ کې د لیدنې پر مهال شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل سوي چې د ځمکو خړوبولو او د کرنې د ودې لپاره له امو سینده د دې ولایت شمال ته د اوبو رسول، په سرپل ولایت کې د عشقري سیمې د تېلو کان راویستو لپاره د یو سهامي شرکت جوړول، د سوداګرو امنیت او د ګمرکي تعرفو راکمول هغه وړانديزونه دي چې د بلخ سوداګرو او پانګوالو د یادې خونې مسؤلانو ته سپارلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په دې ناسته کې بلخي سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د بلخ د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته به رسېدنه وسي.