پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي

Dec 4, 2021 - 18:24
 11
پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي

ټاکل شوې د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه په پاکستان کې تر سره شي.

د سعودي عربستان پاچا مه د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت د سعودي عربستان د غوښتنې سره هم مهاله د یادې غونډې د کوربتوب ژمنه کړې وه.

نن شنبه ډسمبر ۴ (لېندۍ ۱۳) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه غونډه د روانې ډسمبر میاشتې پر ۱۹مه د سعودي عربستان په ملاتړ په اسلام اباد کې تر سره شي.