زابل کې د لېونيو سپيو د داړلو له امله دوه تنه مړه سوي.

Nov 24, 2022 - 15:18
 12
زابل کې د لېونيو سپيو د داړلو له امله دوه تنه مړه سوي.
په زابل کې دوه تنه وروسته له هغه مړه سول چې لېونیو سپیو وداړل.

په دې ولایت کې چارواکو پرون خبر ورکړ چې په وروستیو کې شاوخوا سل تنه لیونیو سپیو داړلي دي چې، له امله یې یوه تن په میزانه او بل په کاکړانو ولسوالۍ کې ساه ورکړې ده.

مسولینو نه‌دي ویلي چې دا کسان په کومه ورځ مړه سوې دي، خو د عامې روغتیا د ریاست او د زابل د ښاروالۍ په وینا یې د داسې ټیمونو د جوړیدو خبر ورکړی دی چې لېوني سپي ووژني.

سکون راډیو