په کندهار کې د سنوفارما د درمل جوړولو فابريکه توليد ته نږدې سوې ده.
 
                                په کندهار کې د سنوفارما د درمل جوړولو فابريکه توليد ته نږدې سوې ده.
د کندهار  ولايتي مسؤلین وايي چې دغه فابريکه د ۷۱ سوداګرو د ۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې چې ډير ژر به د درملو په توليد پيل وکړي.
 د سنوفارما توليدي فابريکې مشر محمد سعيد صديق وايي چې اداري کارونه يې پيل کړي او ډير ژر به توليدي چارې هم پيل کړي. 
دغه فابريکه په هرو اتو ساعتونو کې د شاوخوا دوه ميليونو ټابليټونو، يو ميليون کپسولو او ۱۰۰ زره بوتلو شربتو د توليد ظرفيت لري چې ۸۰۰ تنو ته به په مستقيم ډول او شاوخوا دوو زرو تنو نورو ته به پکې په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره سي.
سکون راډیو
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
                                                                                                                                             
                                                                                                                                             
                                                                                                                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                             
                                            