کاناډا وایی: تیره ورځ یې له پاکستانه ۳۲۴ نور افغان کډوال لیږلی.

کاناډا وایی: تیره ورځ یې له پاکستانه ۳۲۴ نور افغان کډوال لیږلی.
د کاناډا د کډوالو وزارت وايي چې تېره ورځ يې له پاکستانه څخه ۳۲۴ نور افغان کډوال خپل هېواد ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالو وزير شان فريزر ويلي چې په لېږدول شويو کډوالو کې په افغانستان کې د کاناډا پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي شامل وو.
نوموړی زياتوي، چې هېواد ته يې د لېږدول شويو افغان کډوالو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی او دوی د خپلې هغې ژمنې د پوره کولو لپاره ټول امکانات په کار اچوي چې ۴۰ زرو افغانانو ته د پناه ورکولو په برخه کې يې کړې ده.
سکون راډیو