فرانسې له افغانستانه ۳۳۰ نور کسان ایستلي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستانه یې تازه شااوخوا ۳۳۰ کسان را ایستلي دي.
دغه وزارت پرون وویل چې دې ډله کې ۲۵۸ افغانان، ۶۰ هالنډي اتباع، ۱۱ فرانسویان او د هغوی اړوند یو شمېر نور کسان شامل دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سېپټمبر له لسمې نېټې را په دې خوا یې شااوخوا څلور سوه افغانان او ۱۱۰ تنه فرانسویان له افغانستانه ایستلي دي.
دغه وزارت دغه راز ویلي چې فرانسې او قطر په ګډه د دسمبر په دوهمه نېټه افغانستان ته د طبي تجهیزاتو، خوړو او ژمنیو توکو د لېږد ماموریت هم ترسره کړ.
دوی دا مرستې افغانستان کې فعاله نړیوالو سازمانونو ته رسولي چې پر اړمنو خلکو یې وویشي.
ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې شااوخوا ۲۴ میلیونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.