دبست قلعه یو شمیر برخي د ورانیدو له خطر سره مخ دي .

Jun 2, 2022 - 16:46
 43
دبست قلعه یو شمیر برخي د ورانیدو له خطر سره مخ دي .

د هلمند پخوانی او لرغونې ښار بست قلعه چې مخینه یې د سلطان محمود غزنوی د واکمنی وختونو ته رسیږی د د طبیعي پیښو له کبله یې ځینې برخې د ورانیدو له خطر سره مخ دي خود هلمند ځایې  مسولینو يې دژوغورني او ساتني لپاره دکمسارو  پیل سویو هڅو خبر ورکوي .

بست تاریخي کلا ده  چې د ملګرو ملتونو د زده کړو ، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو سره ثبت ده خو اوس يې ځیني برخي د دطبعي پیښو له امله د ورانیدو  سره مخ ده.

د دې لرغوني سیمي بست قعله ته څیرمه استونګن  ولسی وکړی وايې د یادې کلا  د ځینو برخو د مصونیت او خوندیتوب لپاره لازمي چاري ندي ترسره سوي .

 حیمد الله او فدا محمد د بست کلا یو شمیر تاریخي ابدو ته څیرمه په نیژدې ساحه کې د کرنیزو ځمکو لرونکي دې دوې له سکون راډیو سره د خبرو پر مهال  له مسولینو څخه وغوښتل چي  یادو تاریخي ابداتو ته پاملرنه وکړئ او دبیا رغونې لپاره دي یې جدی ګامونه واخلئ څو دا لرغونې سیمه پر طبعي پیښیو برسیره له انساني زیان اړونو څخه هم په امن کي پاته سي  .

بلخوا د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ  ریاست د تاریخی ابداتو مدیر حمدالله مدثر  وایي چې د اسلامی امارات په بیا ځلې واکمنېدو سره یادو تاریخې ابداتو ته ددوې پاملرنه زیاته سوې او په یادو تاریخي برخو کې يې د ولسي وګړو له میشتیدو څخه په جدي ډول  مخنیوی کړی دی .

د ویلو ده چي د یولړ تاریخي معلوماتو له مخي  بست قلعه څلور ځله د علاوالدین غوری ، مغولی چنګیز ، ګوډ تیمور او نادر افشار تر بریدونو لاندی راغلې او  د دې ترڅنګ په تیرو نږدو لسیزو کني هم کومه خاصه پاملرنه  نه ده ورته سوې .