تېرو ۹ مياشتو کې افغانستان سره نږدې ۹۰۰ ميليون ډالر نغدي مرستې سوي

Jun 2, 2022 - 16:42
 12
تېرو ۹ مياشتو کې افغانستان سره نږدې ۹۰۰ ميليون ډالر نغدي مرستې سوي

افغانستان ته د ۹۰۰ میلیون ډالره نورو پیسو له رسېدو سره د افغانستان بانک وايي چې د ا ا ا له واک ته رسېدو وروسته په تېرو کابو ۹ میاشتو کې له دې هېواد سره د نغدو پیسو مرسته نژدې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېده.

د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند پرون (چهارشنبې) باختر خبري اژانس ته وویل تر اوسه پورې دا مرستې ۸۸۹ میلیون او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

ښاغلي مومند د دغو بشري مرستو د ستاینې په څنګ کې وویل چې د افغانستان بانک پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې له افغانانو سره په نورو برخو کې مرسته وکړي.