د اسلامي همکاريو د سازمان استازی: زده کړه د نجونو اساسي حق دی

Apr 20, 2022 - 13:19
 7
د اسلامي همکاريو د سازمان استازی: زده کړه د نجونو اساسي حق دی

د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د خبرو د اجنډا په سر کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو مساله شامله وه.

د اسلامي همکاریو سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي دي چې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم، لکه له افغانانو سره پر بشري او اقتصادي مرستو، همداراز له ترهګرو سره پر مبارزې خبرې وسوې.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی دی چې دا د نجونو اساسي حق دی چې ښوونځيو ته ولاړې سي.

د بشري حقونو او د افغانستان د نجونو او ښځو په چارو کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په دې غونډه کې برخه لرله چې پرون په ان لاین ډول ترسره سوه.

د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د نجونو د مکتبونو د پرانیستو په برخه کې پرمختګ سوی دی خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.