امريکا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ميليونونه ډالره مرسته کوي

Apr 20, 2022 - 13:15
 6
امريکا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ميليونونه ډالره مرسته کوي

د امریکا متحد ایالتونو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د څه باندې اته څلویښت میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان وکړ.

په اسلام اباد کې د متحد ایالتونو سفارت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا د هغو بشري مرستو یوه برخه ده چې واشنګتن یې له افغانانو سره ژمنه کړې ده.

د سفارت په ټویټ کې چې پرون خپور سو له پاکستانه مننه سوې ده چې افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.