روسیې دفاع وزارت یو ځل بیا په ماریو پول کې اوکراييني پوځيانو ته ضرب الاجل ټاکلی

Apr 20, 2022 - 13:28
 12
روسیې دفاع وزارت یو ځل بیا په ماریو پول کې اوکراييني پوځيانو ته ضرب الاجل ټاکلی

د روسیې دفاع وزارت د هغو اوکراییني پوځیانو ته د تسلیمېدو لپاره نوی ضرب الاجل ټاکلی، چې د محاصره شوي ساحلي ښار ماریو پول د دفاع لپاره په یوه ستره صنعتي فابریکه کې دي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې دفاع وزارت یوې خبر پاڼې یادونه شوې، چې په دې هکله په کې ویل شوي دي: ''د روسیې وسله وال ځواکونه د اصلي بشري اصولو له مخې یو ځل بیا د بهرنیو وسله والو او توکمپالې ډلګۍ ته وړاندیز کوي چې د اپریل پر شلمه د مسکو پر وخت تر دوو بجونو پورې پوځي فعالیتونه ودروي او وسله پر ځمکه کېږدي. ''

د وزارت یوه اعلامیه وايي، د سې شنبې پر ورځ ان یوه اوکراییني سرتېري هم دا ډول وړاندیز نه دی منلی.

رپوټونو کې ویل شوي، د روسیې پلوي ملېشه ځواکونه هڅه کوي پر ازوستال نومي فولادو سترې فابریکې یرغل وکړي چې اوکراییني ځواکونه او ملکي کسان پکې دي.

بل لور پر ټیلګرام خواله رسنۍ د ماریو پول ښاري شورا یوه پیغام کې ویلي، سره له دې چې ګڼ شمېر روسي ځواکونه په ماریو پول کې دي، دوی لا هم نه دي توانېدلي ماریو پول ونیسي او ځکه ''دوی غواړي فولادو کارخانه هواره کړي. ''

په پیغام کې دغه راز ویل شوي، روسي ځواکونه دا پروا هم نه کوي، چې په کارخانه کې ملکي خلکو هم پناه اخیستې.