هلمند کي ۳۰۰ تنه موټر چلوونکي له ترافیکي زده کړو فارغ سوه!

Apr 23, 2022 - 23:09
 13
هلمند کي ۳۰۰ تنه موټر چلوونکي له ترافیکي زده کړو فارغ سوه!

نن د هلمند ولایت د ترافیکو مدیریت لخوا ۳۰۰ تنه ملکي او نظامي موټر چلوونکي د ۱۵ ورځنۍ ترافیکي زده کړو وروسته له یاد کورس څخه فارغ او په راتلونکي کي به ورته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل سي.

د ترافیکو مدیریت د لایسنس امر قاري عبدالواسیع (صمیم) وویل چې یادو کسانو ته په عملي توګه د ترافیکي اصولو او قوانینو زده کړي ورکول سوې چې په وینا یې په راتلونکي کې به یاد موټر چلوونکي له ټولو ترافیکي نښو او اصولو سر بلد وي او تر ډېره به د ترافیکي پېښو مخه ونیول سي.

همدا راز دترافیکو مدیریت مدیر حاجي ملا احمد اخند زاده د فارغ سویو موټر چلوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې به ټول ترافیکي قوانین مراعت کوي او دغه ترافیکي زده کړه چې د مجربه استادانو څخه یې کړې نورو کسانو ته هم ور زده کړي.

د فراغت د مراسمو پر مهال یوشمېر موټر چلوونکو چې ترافیکي زده کړي یې ترلاسه کړي وې د خوښۍ تر څنګ وویل،چي د ۱۵ ورځو په موده کي یې ډېر څه زده کړي، چې په وینا یي په راتلونکي کي به دوی د موټر چلوني پر مهال د ترافیکي نښو او نورو ترافیکي مهارتونو او اصولو سره بشپړه بلتیا ولري.