په بلخ کې نږدې دوه کاله مخکې تښتول سوی ماشوم عبدالرووف ازاد سو

Apr 23, 2022 - 16:39
 3
په بلخ کې نږدې دوه کاله مخکې تښتول سوی ماشوم عبدالرووف ازاد سو

په بلخ ولایت کې د ااا ځايي چاروکو یو ماشوم کورنۍ ته سپارلی، چې نږدې دوه کاله مخکې له مزار شریف ښاره تښتول شوی و.

د ااا رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په بلخ کې د یوې غونډې پر مهال ۱۱ کلن عبدالروف خپلې کورنۍ ته وسپاره.

ااا تر اوسه نه دي ویلي چې دا ماشوم چېرته او څنګه د تښتوونکو له منګولو ازاد سوی.

د  ااا ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ماشوم عبدالروف د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او کورنۍ ته سپارل سوی دی.

عبدالروف د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر وروستیو کې چې نهه کلن و، د ښوونځي پر لار تښتول سوی و.

پلار یې 'محمد نبي' وروسته رسنیو ته وویل چې تښتوونکو ترې د زوی د خوشې کېدو بدل کې یو نیم میلیون ډالر غوښتي.

د عبدالروف تښتوونکو د نوموړي داسې تصویرونه خپاره کړي وو، چې ماشوم په ځنځیرونو تړلی پکې ښکارېد او پر خواله رسنیو دې تصویرونو خورا پراخ غبرګونونه پارولي وو.

له دې پېښې وروسته په بلخ کې پراخ لاریونونه سوي وو، پر ځايي چارواکو نیوکې کېدې چې د ماشوم په ازادۍ کې پاتې راغلي.

لاریونیانو د بلخ ولایت مخې ته اعتراضیه خېمې ووهلې او دې ښار ته یې د تګ راتګ لارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.

د هغه وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځايي چارواکو ته ضرب الاجل هم ټاکلی و، چې باید ماشوم عبدالروف د تښتوونکو له منګولو وژغوري، خو امنیتي چارواکي په دې چاره نه و بریالي سوي.

هغه مهال امنیتي چارواکو ویلي چې ګواکې دغه ماشوم د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ایستل سوی.

تښتونکو څو ځله د دې ماشوم غږیز پیغامونه هم کورنۍ ته ور استولي وو چې له خپل پلار څخه یې د خلاصون غوښتنه پکې کوله.