مودي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه بیا تکرار کړه

Apr 23, 2022 - 16:33
 8
مودي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه بیا تکرار کړه

د هند صدراعظم نریندرا مودي یوځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

د تېرکال د زمري په ۲۴مه نېټه د ا ا ا له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی خو ا ا ا وايي، چې حکومت یې ټولشموله دی.

ښاغلي مودي پرون پر خپل ټویټر ولیکل، چې هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. د مودي په ټویټ کې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره هم د ډیالوګ او ډيپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار سوی.