د کرنې او خوړو اداره: تېر کال ميليونه کروندګرو ته د کرنيزو تخمونو بستې وېشل سوي

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې (FAO) ویلي دوی په ۲۰۲۱م کال په افغانستان کې پر یو ملیون او درې لکه کسانو د زراعتي تخمونو بستې وېشلي دي.
دغې ادارې پر خپل رسمي ټویټر خبر ورکړی، چې دوی ګڼو کسانو ته تخنیکي روزنه هم ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې په ننګرهار کې د هغو کروندو عکسونه خپاره کړي، چې د دوی له خوا د غنمو وېشل سوي تخمونه په کې کرل سوي دي.
تر دې مخکې FAO په افغانستان کې د وچکالۍ او د کروندګرو د بېوزلۍ په اړه خبرداری ورکړی و.