اوکرایین جګړه: ولې ډېری روسان پر دغې جګړې سترګې پټوي؟

Feb 23, 2023 - 16:39
 3
اوکرایین جګړه: ولې ډېری روسان پر دغې جګړې سترګې پټوي؟

د روسیې له یرغل څو اوونۍ وړاندې به زه د مسکو مرکزي سیمې زموسکوورچییې کې د ساعتونو لپاره ګرځېدم، چېرې چې اووه کاله زه د بي بي سي دفتر کې اوسېدم او دنده مې تر سره کړه.

دا د ښار آرامه برخه ده چې زما لپاره د روسیې پېچلې اوس او تېر انځوروي.

له پېړیو راهیسې د مسکو اوسېدونکي دلته راغلي چې خپل کورونه او کاروبار جوړ کړي او نورو مسایلو کې ښکېل نه سي.

خپل واکمن پرېږدي چې په لوی پړاو کې لوی ارمانونه تعقیب کړي چېرې چې عادي روسانو هیڅکله برخه نه لرله.

یوه خوا یې د ماسکووا سیند او د کریملین ماڼۍ پراته دي او بل خوا یې سټالینیسټ اپارتمانونو ودانۍ او له شور او زوږه ډک د سادوویو پرحلقوي سړک د یوویشتمې پېړۍ آسمان څکې ودانۍ.

زه تېره فبروري میاشت دلته وم او یوه ملګري مې چې د اوکرایین دویم لوی ښار خارکیېف کې زېږېدلی او اوس یې په مسکو کې کار کاوه، راته تېلیفون وکړ او رانه یې وپوښتل چې پوتین به په ریښتیا له اوکرایین سره جګړه پیل کړي؟ موږ دواړو باور نه کاوه چې داسې به وشي.

جګړې ته د سرتېرو ټولولو له اعلان وروسته ګڼ شمېر روسیان له هېواده ووتل

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

جګړې ته د سرتېرو ټولولو له اعلان وروسته ګڼ شمېر روسیان له هېواده ووتل

خو د روسیې بې رحمه تاوتریخجن تېر ما ته ښودله چې جګړه به کېږي.

زما او زما د بي بي سي همکارانو په ګډون په سلګونه زره روسانو روسیه پرېښوده. خو د اکثریت هغو کسانو ژوند چې روسیه کې پاتې شول په ظاهر د تل په څېر و. په ځانګړې توګه لویو ښارونو کې.

زموسکوورچییې کې اکثره دوکانونه، کافي خانې، کاروبارونه او بانکونه لاهم خلاص دی. ډېر شمېر د مود او فېشن چارو خبریالان او د ای ټي یا ټکنالوژي برخې متخصصین به وتلي وي خو پر ځایونو یې نور ګومارل سوي دي.

پلورونکي له لوړو بیو شکایت کوي خو ځایي بدیلونو د ورداتي توکو ځای نیولی.

د کتاب پلورنځي لاهم د مختلف ډول سرلیکونه کتابونه لري، که څه هم نامناسب کتابونه په پلاستيکي پوښونو پلورل کېږي.

په څو کسو د یوه موټر کرایه کول رواج دي، خو موټرونه اوس په پراخه کچه چینایي جوړ شوي دي.

نړیوال بندیزونو روسیه د ۱۹۹۰ کال په څېر اقتصادي سقوط سره نه ده مخ کړې خو د بلفاسټ مېشت روسي اکادمېسین الکساند تېتو له قوله روسیه له بحران سره مخامخ ده.

اوس هم کېفې شته، نښې یې هم اشنا دي، خو سټاربکس له مخکې له دې سیمې کوچ کړی.
د عکس تشریح،

اوس هم کېفې شته، نښې یې هم اشنا دي، خو سټاربکس له مخکې له دې سیمې کوچ کړی.

دا تدریجي ویجاړوونکی بحران دی خو که له نږدې ورته وکتل شي، نښې یې ټولو ځاینو کې لیدل کېږي.

اوکرایین پولې ته نږدې بلګراد ښار کې چې د اوکرایین جګړه ځپلي ښار خارکیېف ۸۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، ځایي خلک یې اوس د پوځي کاروانونو سره چې د جګړې لومړۍ کرښې پر لور روان وي عادت سوي.

که پر یوه داسې ښار د روسیې د بمبارۍ له امله پریشانه وي، چې ملګري او خپلوان یې په کې ژوند کوي، نو دوی هڅه کوي چې ښکاره یې نه کړي.

یوه ملګري مې راته وویل چې د ځایي والي لخو تنظیم شوي د چېري کوڅې فیستوالونو کې په ښه توګه خلک ګډون کوي.

خو ځایی ډاکتران په ډله ییزه توګه خپلې دندې پرېږدي، ځکه روغتونونه ته د جګړې د ټپیانو ډېر شمېر سره د مقابلې توان نه لري.

د شبېکینو کوچني سرحدي ښارګوټي اوسېدونکي د یواځېتوب احساس کوي او په غوصه دي.

د دغه ښارګوټي یوه کورنۍ چې د سېنټ پیترزبرګ لېدو ته راغلې وه حیرانه وه چې هېڅ نه دي بدل شوي، پداسې حال کې چې د دوی ژوند ډېر بد اغېږمن سوی دی.

ما ته وویل سول چې د پسکوف هغه سیمه کې چې د استونیا او لتویا سرحدونو ته نږدې ده حالت غمجن دی او ټول داسې ښیي چې جګړې سره هیڅ تړاو نلري.

ډېر شمېر روسان ‍له سیاست څخه لیرېتوب غوره ګڼي او کریملین یې پرېښی چې د دوی لپاره پریکړه وکړي.

خو سر ټیټ ساتل د خورا ستونزمن اخلاقي جوړجاړی په مانا دی.

روسان باید دا ومني چې د سرتېرو لپاره دا عادي خبره ده چې ښوونځي ته لاړ شي او خپلو ماشومانو ته ووایي چې جګړه ښه خبره ده.

دا د مذهبي مشرانو لپاره عادي خبره ده چې د جګړې ملاتړ وکړي او د سولې لپاره دعا بنده کړي. دا مهمه نه ده چې دوی نور نسي کولی سفر وکړي یا د پراخې نړۍ برخه واوسي او دا عادي خبره ده چې د جګړې په اړه خپل نظر بیانولو له امله د کلونو لپاره زندان ته لاړ سئ.

ډېری روسیان یا خبر نه دي او یا نه غواړي خبر شي چې د دوی پوځیانو د اوکرایین په دویم لوی ښار خارکایېف کې څه کړي.

د عکس سرچینه،SERGEY BOBOK/AFP

د عکس تشریح،

ډېری روسیان یا خبر نه دي او یا نه غواړي خبر سي چې د دوی پوځیانو د اوکرایین په دویم لوی ښار خارکایېف کې څه کړي.

دا چې ولې روسان احتجاج نه کوي ښایي د روسیې تاریخ یې ښه تشریح کړي نه د نظر پوښتنه.

له هغه وخت راهیسې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین واک ته رسېدلی، په ډاګه وایي چې غواړي روسیه بیا جوړه کړي چې نړۍ ورته درناوي وکړي.

ولسمشر پوتین تل د اوکرایین جګړې پړه پر لوېدیځ اچوي او ځایی رسنۍ هم د ده نظر تکراروي.

هغه په خپلو ویناوو او مقالو کې څرګنده کړه چې روسیه په نړۍ کې د ختیځ او لویدیځ د یوې برخې په توګه یو ځانګړی ځای لري.

روسیه خپل دودونه، مذهب او د چارو د ترسره کولو لپاره خپلې تګلارې لري. روسان نظم او کنټرول ته اړتیا لري، او د درناوي غوښتنه کوي.

روسان له پېړیو راهیسې پر همدې باور دي او د دې عقیدې د بدلون لپاره هیڅ ډول اختلاف یا امکان شتون نه لري. د پوتین دا لید لوری بیه لري، روسان خپله آزادي او اوکراینان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

روسیې هر ځلې له کړکېچن حالت وروسته سختګیري کمه کړې.

بي بي سي پسکوف ته نژدې هدیره کې لسګونه تازه قبرونه ولیدل.
د عکس تشریح،

بي بي سي پسکوف ته نژدې هدیره کې لسګونه تازه قبرونه ولیدل.

په ۱۹۸۹ کال کې په افغانستان کې له ماتې وروسته د ګورباچوف دور راغی. په ۱۹۰۵ کې د جاپان پر وړاندې له ماتې وروسته اساسي قانون کې سمونونه رامنځته سول. او په ۱۸۵۶ کې د کریمیا په جګړه کې له ماتې وروسته د غلامانو خلاصون راغی.

یوه بیلګه چې د نظر پوښتنو لخوا پیژندل سوې دا ده چې ډېر شمېر روسان وايي چې دوی به د جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دوی به خپلواک اوکرایین ته څه ډول تضمین ورکوي.

ژر یا وروسته، دا به ځواب ته اړتیا ولري او روسان به د هغه څه سره مخ شي چې د دوی هېواد ترسره کړي دي.

سکون راډیو