د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لېدلي.

Feb 23, 2023 - 19:26
 6
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لېدلي.
په‌دې لېدنه کې ښاغلي حنفي د ناکامورا له کارونو د خوښۍ په څرګندولو سره د افغانستان په نورو برخو کې هم د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.
د ا.ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي د ښاغلي حنفي په حواله پر ټویټر لیکلي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له جاپان سره ښې اړیکې لري.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د جاپان پراختیايي ادارې (جایکا) له مسوولانو غوښتي چې د نوي کابل ښار ماسټر پلان عملي کړي.
سکون راډیو