له کندهار ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله موټرو ترانسپورتي فعاليت پيل کړ

Feb 23, 2023 - 18:14
 6
له کندهار ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله موټرو ترانسپورتي فعاليت پيل کړ

ارزګان ته په لومړي ځل ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرو فعاليت پيل کړ.

د رحمن بابا په نوم د ۴۰۴ډوله مسافر وړونکو شرکت مسؤلين وايي، له کندهاره تر ارزګان به له يو مسافر ۴۰۰ افغانۍ اخلي، چې مخکې په کوچنيو موټرو کې دا کرايه د يو نفر پر سر زر افغانۍ وه.

د یاد شرکت په فعالېدو سره د ارزګان ولایت عام خلک خوشاله دي خو کوچني موټر چلونکي بیا نا خوښه دي او وايي، په‌ دې سره دوی بې‌کاره کېږي او موټرو ته يې سپرلۍ نه پیداکېږي.

سکون راډیو