تازه خبر: پاکستان د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بېرته تړلې

Feb 23, 2023 - 18:10
 15
تازه خبر: پاکستان د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بېرته تړلې
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ا.ا.ا له لوري د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته پاکستاني لوري ياده دروازه بېرته تړلې ده.
د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر خپره سوې خبرتيا کې ويل سوي دي، خلک دې تر بلې خبرتيا پورې د تورخم پر دروازه له تګ راتګ ډډه وکړي.
د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې کابل ته د پاکستان د لوړ پوړي امنيتي پلاوي له راتګ وروسته اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړ چې نن پنجشنبه به د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه سي.
تر اوسه د پاکستان له لوري د تورخم دروازې د بېرته تړل کېدو لامل نه‌دی په ډاګه سوی.
سکون راډیو