د یونان او ترکیې تر منځ سمندر کې د ورکو کډوالو لټون روان دی

د یونان د ساحل ساتونکو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) وویل چې د هغو څلورو مهاجرو په لټه کې دي چې ګمان کیږي د انسانانو قاچاق کوونکې یوې ګړندۍ کښتۍ څخه سمندر ته لوېدلي وي.
د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د اېجین په سمندر کې د ساموس ټاپو ته نږدې یې ۱۸ کډوال ژغورلي. دغو ژغورل سویو کسانو ویلي چې څلور ملګري یې له کښتۍ څخه سمندر ته غورځېدلي دي.
په دې اړه چې دا کډوال د کوم هېواد دي څه ندي ویل سوي، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، زیاتره د افغانستان، سوریې او څو نورو هېوادونو وګړي دي چې د ناامنیو او ژوند د سختو شرایطو له کبله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته مجبورېږي او د سمندر له لارې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.
د یونان د ساحل ساتونکو ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې د یونان د ګزمې کښتۍ او چورلکې د اروپايي اتحادیې د یوې سترې بیړۍ په مرسته د ورکو سویو کډوالو لټون ته دوام ورکوي.
په زرګونو کسان هر کال په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستو په موخه د ترکیې او یونان تر منځ د سمندر له خطرناکې لارې اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۳۸۰ کسان ثبت کړي چې په ختیځې مدیترانې کې مړه یا ورک سوي دي.
ددغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل څخه تراوسه پورې په دغو اوبو کې لږترلږه ۱۸ کسان مړه سوي او یا ورک سوي دي.
یوناني چارواکو د اکتوبر په میاشت کې وویل چې د مهاجرینو دوه کښتۍ چې څه باندې ۱۴۰ تنه پکې سپاره و، په دوو جلا پیښو کې د دې هیواد په اوبو کې ډوبې شوي او لږ تر لږه ۲۳ تنه پکې وژل سویدي.
سکون راډیو