د افغانستان واليبال لوبډلې سنګاپور ته ۳-۱ ماتې ورکړه.

Feb 23, 2023 - 18:29
 8
د افغانستان واليبال لوبډلې سنګاپور ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
د مالديپ هېواد په کوربه‌توپ د څلورو هېوادونو ترمنځ په پیل شویو سیالیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې وکړای سول چې (۳ـ۱) سینګارپور هېواد ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې، نن د فبرورۍ ۲۳مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د لوبې اول، دویم او څلور میدان وګاټه او سینګاپور یوازې په درېیم میدان کې بریا وګټله.
د والیبال په دې سیالیو کې چې د څلورو ملتونو جام په نوم نومول سوي دي، پر افغانستان سربېره سینګاپور، مالیزیا او مالدیپ ګډون لري.
د ویلو ده چې افغانستان به خپلې راتلونکې لوبې له مالیزیا او مالدیپ سره ترسره کړي.
د آسیا ملتونو والیبال جام سیالۍ چې په مالدیف کې د افغانستان په ګډون د څلورو هېوادونو لوبډلو ترمنځ دوام لري، نن په کې افغان والیبال لوبډلې سنګاپور ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
سکون راډیو