د ا.ا.ا د وروستیو اقداماتو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته!

د اسلامي همکاریو د سازمان چارواکي نن چهارشنبه په افغانستان کې د وروستیو پرمختیاوو او بشري وضعیت په اړه یوه بېړنۍ ناسته کوي.
دې سازمان څه موده وړاندې د ا.ا.ا هغه تګلاره چې له مخې یې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې کړای سوې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت د اجماع خلاف بللې وه.
د اسلامي همکاریو د سازمان د نننۍ ناستې د اجنډا په اړه جزییات نسته خو تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د ا.ا.ا پر هغو تګلارو بحث او خبرې وسي چې له مخې یې په افغانستان کې ښځې له کار او زدکړو منع سوي دي.
دې سازمان په څو ټویټونو کې ویلي چې دارالانشا به یې په افغانستان کې د وروستیو پرمختیاوو په اړه د بحث او خبرو لپاره د دې سازمان د مشرتابه کمېټې ناسته جوړه کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان چې وايي د ټولې نړۍ د مسلمانو یو غږ دی په افغانستان کې د ا.ا.ا هغې تګلارې په اړه توند غبرګون ښوولی چې له مخې یې نجونې له لوړو زده کړو محرومې کړای سوې.
دې سازمان د نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو د تړل کېدو او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو د بندیز یادونه هم کړې او په یوه ټویټ کې یې راغلي چې دې بنسټ د اسلامي فقهې له نړیوال مجمع سره یوځای د ا.ا.ا تګلارې د اسلامي شریعت د مقاصدو او د امت له اجماع خلاف ګڼلې دي.
دغه راز د یاد سازمان مشر له کار او لوړو زدکړو نه د ښځو د محرومولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د ا.ا.ا اندېښمنوونکې پرېکړه بللې ده.
سکون راډیو