قانوني د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت جبهې شورا څخه استعفا وکړه

Sep 24, 2022 - 17:24
 5
قانوني د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت جبهې شورا څخه استعفا وکړه

محمد یونس قانوني د افغانستان ژغورنې د مقاومت له جبهې څخه استعفا وکړه.

د قانوني لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د هغو اختلافونو له امله چې مخکې يې د دې جبهې له رهبري سره شریک کړي وو، له دې جبهې خپله لار بېلوي.

هغه ویلي چې د جبهې له غړو سره یې د ملي وحدت، سولې او امنیت، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو په برخه کې شته اختلافونه حل نه شول، ځکه استعفا ته اړ شو.

محمد یونس قانوني په تېر جمهوري حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ولسي جرګې د رئیس په توګه دندې کړې وې او په وروستیو کې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوی و چې تر ډېره د مخکيني دولت چارواکي او د ا ا ا  مخالف سیاستوال په کې راټول دي.