د کابل لوېدیځ کې چاودنه سوې

د افغانستان د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې چې اکثره شیعه مېشته دي نن یوه بله بمي چاودنه سوې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پېښې عیني شاهدانو ویلي، وېره ده چې ګڼ شمېر کسان ټپیان سوي وي.
تر اوسه د پېښې نور جزییات نه دي په ډاګه سوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.
پرون مازیګر د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د محرم د مراسمو پر مهال د شیعه ګانو د ماتم کوونکو په منځ کې د چاودنې له امله د طالبانو په وینا لږ تر لږه ۸ تنه ووژل سول او ۱۸ نور ټپیان سول.
د اسلامي دولت ډلې/ داعش د جمعې د ورځې د چاودنې مسوولیت منلی دی.