افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم ورسېده.

Dec 6, 2022 - 09:48
 3
افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم ورسېده.

د افغانستان بانک، چې دا.ا تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د نغدو پیسو د مرستو په دوام کې نن (دوشنبه) ۴۰ میلیون ډالره نورې کابل ته ورسېدې.

د دغه بانک د خبرپاڼې له‌مخې، دا پیسې هم د مخکنیو هغو په شان د افغانستان یوه خصوصي بانک ته وسپارل سوې.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دغه خصوصي بانک نوم نه‌دی یاد سوی.

د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هم کابل ته ۴۰ میلیون ډالره رسېدلې وو چې ورسره د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده.

دا پیسې له هغو جلا دي چې له افغانستانه دباندې زېرمه یا کنګل سوي دي.