د پاکستان صدراعظم: ا ا ا دې د دوحې تړون عملي کړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر ا ا ا غږ کړی چې د نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او بشري حقونو ته د درناوي په ګډون ټولو افغان وګړو ته انډول فرصتونه برابر کړي.
شریف له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه همداراز له ا ا ا وغوښتل چې د دوحې پر تړون عمل وکړي.
د دې تړون له مخې امریکا خپل پوځي ځواکونه له افغانستانه واېستل او ا ا ا په بدل کې د نورو ژمنو ترڅنګ ومنله چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او په افغانستان کې به تروریستانو ته اجازه نه ورکوي.
شریف وویل ا ا ا چې د دوحې تړون لاسلیک کړی نو باید درناوی هم ورته وکړي.
ا ا ا د شریف د دې څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.