هلمند کې د طبی علومو د اکاډمۍ پرانیستنه وسوه.  

Nov 28, 2022 - 18:17
Dec 8, 2022 - 16:49
 17
هلمند کې د طبی علومو د اکاډمۍ پرانیستنه وسوه.   

هلمند کې د نوی انټرنیشنل کمپلیکس طبی اکاډمي داسی مهال پرانستل سوه چي پر مهال یې د یادې اکاډمئ  مؤسس ډاکټر وکیل اکرم، هلمند کې د لوړو زده کړو استازئ ډاکټر سمیع الله سعید، دیني علماوو، د نورو ادارو کارکونوکو، روغتیا پالانو او ځوانانو ګړون درلول .

د غونډې پر مهال د یاد اکاډمۍ مؤسس ډاکټر وکیل اکرم وویل: خوښ دی چي یاده اکاډمي یې د هلمندوالو لپاره جوړه کړه چي پکښې به د طب ،عالی نرسنګ، قابلګۍ، د غاښو پروتیز او نورو طبی برخو کې هغو فارغ سوې محصلینو ته زده کړه ورکوي چي د دولتي وروستي امتخان یا اګزیټ لپاره چمتوالي نیسي.

هلمند کې د لوړو زده کړو ځانګړۍ استازئ ډاکټر سمیع الله سعید وویل: خوښ دي چي نن د یو داسی طبی غونډې پرانیستنه کیږي چي پکښې به په طبې برخو کې روزنه ورکول کیږي او دا لومړئ ځل دی چي هلمند ولایت کې طبي برخې لپاره داسی یو اکاډمي جوړیږي چي فارغو زده کړیالانو ته روزنه ورکوی.

 د یاد طبې اکاډمۍ پډې غونډه کې برخه وال هم خوښ دې او زیاته یې کړل مخکې به نورو ولایتونو ته د طبې طده کړو لپاره تلل خو اوسمهال له نیکه مرغه همدا زمینه همدلته ورته برابره سویده او زیاته یې کړل چي طبې برخې ته په هر وخت او زمان کې زیاته اړتیا لیدل کيږي.

هلمند کې داسی مهال د نوی انټرنیشنل کمپلیکس طبې اکاډمۍ پرانیستنه کیږي چي تر دې وړاندې په طبې برخه کې داسی نوښت نه وو رامنځته سوی او ډيرۍ فارغ محصلین د زده کړو لپاره د هیواد نورو ولایتونو ته تلل خو له نیکه مرغه دا زمینه همدلته هلمند ولایت کې ورته برابره سوه.

محمد اسماعیل وفا

سکون راډیو