افغان محصولاتو د هند نړيوال نندارتون کې د سرو زرو ايوارد ګټلی دی.

Nov 28, 2022 - 22:05
 18
افغان محصولاتو د هند نړيوال نندارتون کې د سرو زرو ايوارد ګټلی دی.

افغان محصولاتو د هند نړيوال نندارتون کې د سرو زرو ايوارد ګټلی دی


په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي چې د هند د سوداګریزې ودې ادارې لخوا جوړ شوی کلني سوداګریز نندارتون کې افغان محصولاتو د لومړي مقام تر لاسه کولو سره د سرو زرو ايوارډ ګټلى دى.


دغه سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه نندارتونکې د هند د بېلابیلو ایالاتونو ترڅنګ د نړۍ د ۱۷ هېوادونو تولیدات او محصولات پکې نندارې، سوداګریزو معاملاتو او خرڅلاو له پاره وړاندې سوي وه.


په هند کې د افغانستان سفارت ويلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان د محصولاتو بیلابیل ډولونه لکه غالۍ، زغفران، شات، د مرمر له تیږو جوړ شوي تولیدات، لاسي جوړ سوي توکي او افغاني خواږه په شاوخوا ۲۲ لویو او کوچنیو غرفو کې نندارې ته وړاندې سوي وو.


په اعلاميه کې ويل سوي: " په دې مراسمو کې د ارزونې کمیتې چې د هند د پوهنتون استادان، سوداګر، د رسنیو استازي او نور پکې شامل وو خپل راپور وړاندې کړ.

دوی د نندارتون د ۱۵ ورځو په جریان کې د افغانستان تولیدات سوچه او د ډیرې توجه وړ ارزیابي کړي وه، چې په دې توګه یې په نړیواله ګتګورۍ کې لومړی مقام یعنې د سروزرو اېوارډ ورکړ.".

سکون راډیو